خبرونه
د پروان د شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د پروان ولایت (مرکزي زون) له شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین، د یوې میاشتې عقیدوي، مسلکي، نظامي او اخلاقي زدهکړو له. . .
د چین نړیوال امنیتي کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه پلاوي ګډون او وینا وکړه
د چین د خلکو په جمهوریت کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس لِوی پاسوال مولوي زینالله عابر او د وزارت سریاور مل پاسوال مولوي عبدالرحیم. . .
د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې
د اروزګان، فراه او غور ولایتونو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د پروسس دوه کارخونې، له زرګونو کیلوګرامه ومانو، سوډا او چونې، سلګونو لیټرو تېزابو او نورو توکو سره یوځای کشف او سوځول شوې دي. . .
په کندهار او کابل ولایتونو کې لسګونه زره نشهيي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، په کندهار ښار کې ۷۴ زره او ۶۶۹ نشهيي ټابلیټونه او د کابل ښار په مربوطاتو کې له زرو ډېر نشهيي ټابلیټونه، له نږدې دوو کیلوګرامه چرسو سره. . .
په تخار، زابل او ننګرهار ولایتونو کې ۳۲۷ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، ۱۵۷ کیلوګرامه نشه یي توکي په تخار، ۱۵۰ کیلوګرامه په زابل او د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۰. . .
د سویل ختیځ زون د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۴۳۶ تنه فارغ شول
د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو ۴۳۶ تنه امنیتي منسوبین د یوې میاشتنې عقیدتي، اساسي او مسلکي روزنیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د سوېل ختیځ زون د شرطې له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
پ. . .
د ځانګړو ځواکونو سلګونه تنه مجاهدین د مسلکي او اختصاصي زده کړو وروسته فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د شکارکلا او بلخ روزنیزو مرکزونو څخه ۸۰۲ تنه د ساتنمنۍ اساساتو، مسلکي او اختصاصي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د معلوماتو له مخې، د ځانګړو. . .
په فراه ولایت کې له ۳۴ کیلوګرامو زیات تریاک کشف او ضبط شول
د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې د پرلهپسې هڅو په پایله کې، دوه تنه له څه باندې ۳۴ کیلوګرامو تریاکو سره د دې ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې. . .
په ۶ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بېلابېلو عملیاتو کې په غزني، زابل، میدان وردګ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
. . .
