د وسلو د لېږدونې جواز

د فورمې لارښوونه:
د وسلې د جواز غوښتونکي دې فورمه د کورنیو چارو وزارت د سایټ او یا د عامه خدمتونو له مرکز څخه لاسته راوړي او د لاندې مواردو اړوند دې بشپړ کړي..
لومړۍ برخه :  ادارې پورې اړوند دی. 
دویمه برخه : ښاغلی غوښتونکی دی خپل پېژندنه په بشپړ او واضح ډول ولیکي. د خپله غوښتنلیک موخو اړوند دې یوه خالي خانه ډکه کړي، د امر لاندې مرجعو تصدیق واخلي او په لاندې ډول دې وړاندې کړي.
1-    ښاغلی غوښتونکی دی خپل پېژندنه په بشپړ او واضح ډول ولیکي. د خپله غوښتنلیک موخو اړوند دې یوه خالي خانه ډکه کړي، د امر لاندې مرجعو تصدیق واخلي او په لاندې ډول دې وړاندې کړي.
2-    سیاسي حزبونه، ګټه رسوونکي او ګټه نه رسوونکي مؤسسو او شرکتونه چې په کوم ارګان کې ثبت وي.
3-     بهرني اتباع دې د قانوني اقامت ځای او د بهرنیو چارو وزارت څخه د خپل د فعالیت او ماموریت په برخه کې د اقتصاد او جوړونې په برخه کې.
4-    نور کسان چې امنیتي تهدید ولري د امنیتي ارګانونو څخه دې مکتوب وړاندې کړی.
درېیمه برخه: د اسلامي امارت د دوه لوړ پوړیو چارواکو یا دوه تنو پېژندل شویو کسانو چې د کلي د ملک، ناحیې یا ولسوالۍ له خوا تائید شو وي، د دواړ له اړخه د کارت غوښتونکي ضمانت کول.
څلورمه برخه: د وړاندیز شوې وسلې ټولې ځانګړنې، د وسلې ډول، د وسلې شمېره، د وسلې د جواز حدود( یوه برخه دې وټاکي)، د وسلې تولید کوونکی هېواد او د شاجورونو شمېر په واضح ډول ووايي او که یې کارت بیا نوی کولو نو د پخواني کارت نمبر دې ذکر کړي.
پنځمه برخه:‌ د وسلې د جواز غوښتونکی دې د عامه خدمتونو مرکز ته د جرمي سابقې د بایومتریک او د جرم د مسؤلیت د شتون او نه شتون لپاره لاړ شي او د بایومتریک دې وروسته خپله وسله د بالستیک مدیریت ته د کتنې، کنترول او چک لپاره ورکړي.
نوت: که چېرته د وسلې جواز غوښتونکی په ولایت کې خپله اسناد تعقیبوي نو د جرمونو ریاست، بالستیک مدیریت او بایومتریک اړین دی، چې ورشي.
شپږمه برخه:‌ د وسلې د جواز غوښتونکي لپاره هوډ نامه اړینه ده چې د هغې اړوند کړنې ترسره کړي او شصت یې اړین دی.
اوومه برخه:   د ادارې پورې اړه لري./ مربوط اداره میباشد.
د ضمانت کوونکي مکلفیتونه:
۱ـــــــ د ضمانت کوونکي د ژوند کولو ځای او دندې د ځای پوره وپېژني.
۲ـــــــ د الکترونیکي یا کاغذي تذکرې شتون چې د احوال نفوس ثبت کونې ریاست تصدیق کړې وي.
۳ــــــ د ضمانت کوونکي حاضرول د اړتیا په وخت کې.

 د جواز لرونکو وسلو د ګرزنوونکو مکلف توب:
 
1.    په کور او فامیل کې، د غیر مسؤولو کسانو، ځوانانانو او ماشومانو څخه د وسلې، جواز او مهماتو ساتنه.
2.    د وسلې او جواز ورکولو په وخت کې په وخت سره د پولیسو او جواز صادرولو ادارې ته خبر ورکول.
3.    د جواز لرونکې وسلې لرونکی مکلف دی چې د جواز د وخت پوره کیدلو څخه یوه میاشت مخکې امال ته د جواز نوي کولو غوښتنلیک وړاندې کړي.
4.    که چېرته د وسلې جواز ورک شوی وي، نو د هغې مثنی د ټاکل شوو پیسو په مقابل کې ورکول کېږي.
5.    که د جواز لرونکې وسلې څښتن مړ شو، نو د هغه اصولي قومان چې د امتیاز خاوندان وي په دې مکلف دي چې د پولیسو نږدې ادارې ته وسله تسلیم کړي او د هغې راپور په ولایت کې د دایاګ معاونیت او په مرکز کې د دایاګ ادارې ته ورکړي.
6.     که چېرته د کورنیو چارو وزارت د وسلو جواز لرونکو اړوند کوم ځانګړی تصمیم ونیوه نو د جواز لرونکو وسلو لرونکي د هغې په رعایت کولو لازم دي.
7.    که چېرته د وسلې جواز ورک شوی یا له منځه لاړ وي د دایاګ اوپراسیون مدیریت له لارې څارل او ارزول کېږي.
8.    د ګرځوونکې وسلې په غوښتنلیک کې چې کوم تعهدونه ذکر شوي د هغوی انجامول.
9.    د وسلې جواز لرونکی کس که چېرته په وخت سره خپل جواز نوی نه کړي نو د ټاکل شوي فیس نه بغیر د ټاکلي کلني فیس په پرداخت باندې مکلف دی. 
10.     که چېر ته د جواز غوښتونکي په فورمه کې خپله پېژندنه او د وسلې ځانګړنې غلطې کړې او همدې له رویه یې جواز اخیستی و او بېرته د جواز د اصلاح لپاره راغی نو د امتیاز د حق نیم باید پرداخت کړي.
11.     جواز لرونکې وسله د هېواد د نافذه قانون مطابق په مشروع وخت کې خپله دفاع لپاره کارولی شي.
12.    په هېواد کې د نافذ قانون او حکم رعایت. 
13.     د وسلې جواز بل چاته نه انتقالېږي.
14.    د جواز نوي کوونکي وروسته له چک څخه د طرزالعمل مطابق تر څو چې یې وسله تسلیم کړې نه وي کارت نه ورکول کېږي.
15.    هغه کسان چې د وسلې د جواز اخیستلو لپاره راځي که د ټاکلې کړنلارې مطابق نه وي نو باید دغه وسله ترې واخیستل شي. 
16.    که چېرته د ډېرو وسلو حواز لپاره تجارانو، د شرکتونو څښتنانو او غیردولتي موسسو اړتیا لرله کولی شي د عامه حفاظت ملي تصدۍ ته مراجعه وکړي. 
17.    غوښتونکی باید د وسلې د ګټې اخیستې د کړنلارې سره پوره اشنايي ولري.
        ۱۸.غوښتونکی مکلف دی چې د وسلې د جواز کړنلارې د ټولو موارو څخه ځان خبر کړي که چېرته خلاف عمل یې وکړ نو مسولیت یې په خپله غاړه دی.

   

   

  

دانلود فورم