بدخشان او غزني ولایتونو کې د سلګونو کیلوګرامه نشهيي توکو کشف او ضبط
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د یوه کشفي اقدام په پایله کې، د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۳۶۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
په همدې حال کې، د غزني ښار د روضې کوتل په سیمه کې هم د تېلو په یوه ټانکر کې ۲۵۲ کیلوګرامه نور نشهيي توکي د شرطې ځواکونو له لوري کشف او ضبط شوي دي.
د کشف شویو نشهيي توکو په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي، چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.