د کندز امنیې قوماندانۍ ګرځنده قطعې ته ۷ موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۹
sdfsdfa

د ۲۴ ساعته ګزمو د پیاوړتیا او د امنیت د لا ښه تأمین په موخه، د کندز ولایت امنیې قوماندانۍ له لوري د دې قوماندانۍ ګرځنده قطعې ته ۷ موټرسایکلونه وسپارل شول.

د دغو موټرسایکلونو وېش به د ګرځنده قطعې له منسوبینو سره مرسته وکړي، چې په بېلابېلو سیمو کې خپلې ۲۴ ساعته امنیتي ګزمې په چټکۍ او اغېزمنتیا ترسره کړي، د خلکو د امنیت د تأمین په برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او امنیتي پېښو ته پر وخت رسېدنه وکړي.