خوست ښار کې یو مسلکي سوالګر ونیول شو
د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو یو کس د مسلکي سوالګرۍ په تړاو له بېلابېلو اسعارو سره نیولی دی.
له یاد کس سره ۶۱ زره او ۷۲۰ افغانۍ، ۱۴ زره او ۴۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۲۰ سعودي ریاله او ۸۴ فلزي افغانۍ ترلاسه شوې دي.
نوموړی تر دې وړاندې هم د مسلکي سوالګرۍ په تور نیول شوی و او دا درېیم ځل دی چې د په همدې تړاو نیول کېږي.