خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتیکا او نیمروز کې ولسوالیو ته ۷ هایلکس موټر او ۲ موټرسایکلونه وسپارل شول

د امنیتي چارو د ښه تنظیم، د شرطې منسوبینو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د کورنیو چارو وزارت له لوري د پکتیکا او نیمروز ولایتونو امنیې قوماندانيو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۳
Background image

په کندهار کې له ۳۵۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو مرسته وشوه

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري له ۳۵۹ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه. یادې کورنۍ تر دې وړاندې په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۳
Background image

په بدخشان کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۳
Background image

په خوست کې له ۱۴۱ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وشوه

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، پر هغو ۱۴۱ اړمنو او سوالګرو کورنیو چې تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۳
Background image

لسګونه تنه روږدي د درملنې لپاره راټول او لسګونه نور له درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې له لوري ۶۰ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه کابل ولایت ته ولېږدول شول، چې هلته د «امېد» ۲۰۰۰ بستریز روغتیايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ۴ تنه ونیول شول

د ارزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د تېرې ادارې د یوه نظامي په کور کې ۴ میله کلاشینکوف، یوه توپنچه، ۲۵۰ فیره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

د هېواد په څو ولایتونو کې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او زرګونه نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو له لوري د هېواد په څو ولایتونو کې ۶۸ کیلوګرامه ایف په کندهار، ۵۲ کیلوګرامه ایف او نږدې ۱۷ کیلوګرامه تریاک په فراه، ۳۲ کیلوګرامه تریاک په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

په نیمروز او ننګرهار ولایتونو کې ۱۲ زره او ۶۰۰ نشه‌يي ګولۍ او ۴ زره او ۲۰۰ لیټره تېزاب کشف او ضبط شول

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۲ زره او ۶۰۰ نشه‌يي ګولۍ او د نیمروز ولایت په مرکز زرنج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

د کورنيو چارو وزارت د حقوقو لوی ریاست د ۳۴ ولايتونو د کارپوهانو لپاره ۶ ورځنۍ لارښود سیمینار د وړتیا لوړونې په لویه قومندانۍ کې پیل شو.

د پیل په مراسمو کې د یاد ریاست مرستیال مولوي بشير احمد بختیار او د وړتیا لوړونې لويې قومندانۍ اداري مرستیال مولوي عبدالله اخندزاده په ګډون د دغه ریاست نورو مسوولينو هم ګډون کړی وو.
وینا. . .

Pagination