Pastنور دلته
سرپل کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو.
د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د سرپل-جوزجان پر لویه لاره د یوې چاودنې مخنیوی کړی.
ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین پر یاده لویه لار ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د. . .
کندهار کې څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.
د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په شاه جوی سیمه کې څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه چې د وسایطو ضد ماینونه دي، د ملکي مرګ ژوبلې لپاره کارول، چې موخې ته له. . .
ننګرهار کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه عملیات په ترڅ کې دوه تورن کسان د یوه کس د تښتونې په تړاو ونیول.
تورنو یاد کس اته ورځې دمخه د جلال اباد ښار له اړوند سیمو تښتولی. . .
تخار کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په مرکز تالقان ښار کې اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي.
په یادو کسانو کې څلور تنه د وسایطو د غلا او درې تنه نور د قمار په. . .
کابل کې دوه تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول.
کابل کې پولیسو دوه مشهور چپاولګران په نامه دې سیدفاضل مشهور په فاضل کور او صادق مشهور په برنجک نیولي.
یادو کسانو د کابل ښار په ۶، ۱۳ او ۱۸ ناحیو په اړوند سیمو کې په وژنو، د پیسو او. . .
هرات کې څلور غله ونیول شول.
هرات کې پولیسو دوه د موټرسایکل غله ونیول.
دا کسان چې د غور اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال بیا د هرات په شیدایي ښارګوټي کې اوسي؛ د کرخ ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي موټرسایکل یې غلا کړی و، چې د. . .
کابل کې د نشه يي توکو پنځه پلورونکي ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ولایت د ۸، ۱۷ او ۲۱ ناحیو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د. . .
فراه کې د ترهګرو طالبانو د چریکي بریدونو مسوول ونیول شو.
تېره ورځ د فراه ولایت د مرکز اړوند په چهارباغ کلي، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو یو لړ ګډ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د خاکسفېد ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو پخوانی. . .
ننګرهار کې یو شمېر غیرقانوني وسلې ونیول شوې.
پولیسو تېره ورځ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په اړوند ګامېش بېله قاسم اباد سیمه کې یو شمېر غیرقانوني وسلې ونیولې.
یادې وسلې په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوې وې، چې پکې. . .