تخار کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په مرکز تالقان ښار کې اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي.
په یادو کسانو کې څلور تنه د وسایطو د غلا او درې تنه نور د قمار په تور نیول شوي دي.
دا کسان د تخار ولایت د کلفګان، ورسج، ګلستان اباد، ورته بز شعر، زرګري، پروژه شرقي او قره بايي سیمو اوسېدونکي دي.