هرات کې څلور غله ونیول شول.
هرات کې پولیسو دوه د موټرسایکل غله ونیول.
دا کسان چې د غور اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال بیا د هرات په شیدایي ښارګوټي کې اوسي؛ د کرخ ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي موټرسایکل یې غلا کړی و، چې د کرخ ولسوالۍ د بندپاشان په سیمه کې نیول شوي دي.
همداراز دوه تنه نور د هرات ولایت د شپږمې ناحیې اوسېدونکي د کرخ ولسوالۍ د پولیسو له خوا د غلا شویو وسایطو د پېر په تړاو نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.