خبرونه
په جوزجان کې د ۳۱ کلن سړي د وژنې په تړاو ۳ تنه ونیول شول
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ کشفي او امنیتي ځواکونو په څو هدفي عملیاتو کې، د یوه ۳۱ کلن سړي د وژنې په تړاو درې تنه د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.
نیول شویو کسانو یاد سړی د. . .
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې د جومات ودانۍ پرانیستل شوه
د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې د یوه نوي جوړ شوي جومات ودانۍ د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی رئیس مولوي عنایتالله رشید، د یادې ولسوالۍ. . .
په ۵ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۱۹ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې، په ۵ ولایتونو کې د غلا، د لرګیو د قاچاق او انساني قاچاق په تړاو ۱۹ تنه نیولي دي.
له نیول شوو کسانو. . .
د لوګر امنیې قوماندانۍ تخنیکي ټیم ۹۲ عرادې نظامي وسایط ترمیم کړل
د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ د تخنیک او وسلو مدیریت منسوبینو د اړوندو جزوتامونو ۹۲ عرادې بېلابېل تخنیکي وسایط، چې خراب شوي وو، بېرته ترمیم او فعال کړل.
همدارنګه، د یاد بهیر په ترڅ کې د. . .
په پکتیکا ولایت کې له ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له ۱۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره ۴ زره افغانۍ. . .
په غور، کندهار، هلمند، نیمروز او کندز ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید کارخونې او کاریدونکي توکي یې له منځه یووړل شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو اقداماتو کې د غور ولایت په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید درې کارخونې له ۱۶ زره او ۶۴۰ کیلوګرامه ومانو او نورو لومړنیو توکو سره،. . .
په بدخشان او هلمند ولایتونو کې ۲۷۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د څو جلا اقداماتو په پایله کې، د بدخشان ولایت د درایم، تشکان او ارګو ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۴۰ کیلوګرامه نشهيي توکي او د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۹. . .
په لوګر ولایت کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لسګونو اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره ۵ زره. . .
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جلا اقداماتو په پایله کې ۱۴ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه، ۶ تنه د غلا او ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، ۳ تنه غله په نیمروز، یو تن غل په ننګرهار او دوه تنه نور په هرات ولایت کې د یوه ټکسي موټر د غلا په تړاو نیول. . .
