خبرونه
کابل کې د طالب ترهګرو د جلب او جذب مسوول ونیول شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د جلب او جذب مسوول نیولی دی.
یاد کس په کابل کې د طالب. . .
د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو. . .
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د شهید سید ابرار سادات له کورنۍ سره خواخوږي وکړه او دوی ته یې د مالي او معنوي ملاتړ ډاډ ورکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې ریاست د مرستیال سمونوال سید ابرار سادات استوګنځي ته ورغلی او د شهید سادات له. . .
کندهار کې دوه ترهګر طالبان له یو اندازه وسلو او مهماتو سره ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په دولسمه حوزه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه شپږ میله بېلابېل ډوله وسلې،. . .
لوګر کې د څلورو ترهګرو طالبانو د نیول کېدو سربېره؛ پکتیا کې یو اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان له یوې قبضې تومانچې سره یو ځای نیولي دي.
بلخوا؛ یادو. . .
په شپږو ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، بلخ، نیمروز، ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق. . .
د ګمرک او ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اختلاس او له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې د ګمرک او د کابل ښار د ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اداري او مالي فساد قضیو په. . .
د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت دوه ستر مقامونه او لس کارکوونکي د اختلاس په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نن له غرمې مخکې د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري لوی رییس، د تدارکاتو لوی رییس او لس تنه کارکوونکي د یو لړ ځانګړو عملیاتو په. . .
په کندوز، فراه او هرات کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
پولیسو د کندوز، فراه او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د سړک غاړې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د کندوز ښار د درېیمې حوزې، د. . .
