د پولیسو فراغت غونډه کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني خبرې

له ډيرې سختې مرحلې څخه وروسته چې افغانانو ۴۰ کلنه دوره په مشکلاتو کې تیره کړه، اوس د کامل استقلال خاوندان دي او ځینو دا ارمانونه هغې دنیا ته یوړل، نن ډيره د خوشحالۍ ورځ ده چې افغانانو ته خدای خپلواکي ور وبښله.
دا پولیس خدای داسې مرحلې ته فارغ کړل چې اوس خپلواکه نظام او اسلامي نظام دی، شل کلنه مبارزه د اشغال خاتمه او د وطن ازادي وه، تاسو پولیسو ته خدای داسې دوره نصیب کړه چې اوس یو اسلامي نظام دی، تاسو چې په کومه روحیه باندې روزل شوي یاست، دعا کووم چې تاسو د خلکو لپاره د ښه خدمت جوګه شئ.
ستاسو مسوولیت د پخوا په نسبت زیات دی، د وطن د امنیت د تامین لپاره ستاسو مسلکي روزنه ډیره اړینه وه، موږ نړۍ ته ژمنه ورکړې چې زموږ خاوره د چا پرضد نه کاریږي، او مقابل کې به موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړی.
موږ د رسنیو په وړاندې ځان نه و راشکاره کړي، نن ستاسو لپاره دا دی د رسنیو پروړاندې راښکاره شو، د دې لپاره چې تاسو باور ترلاسه کړو، تاسو پوه شئ چې زموږ لپاره ارزښت لرئ.
تاسو باید د غلطو تبلیغاتو ښکار نه شئ، مشران به ستاسو د امنیت او ستاسو د ژوند او حقوقو دفاع کوي، دا ډيره لیرې خبره وه چې نن موږ او تاسو سره یو ځای راټول شوی یو، ځکه زموږ او ستاسو ترمنځ ډيرې دښمنۍ تیرې شوې، دا په دې مانا نه ده چې ستاسو قدر به زموږ سره نه وي، بهرني اشغال پروړاندې مبارزه چې موږ کوله، دا مشروع جګړه وه او شل کاله مو د وطن د ازادۍ لپاره یو مشروع جهاد وکړ.، خو نړیوالو موږ داسې معرفي کولو چې دا نړیوالو ته تهدید دی.
امیرالمومنین دوه ژمنې کړي، یو دا چې افغانستان به د هیچا لپاره تهدید نه وي، موږ په دې ژمنه ولاړ یو، نړیوالو به له یوې خوا وحشت او بربریت کولو او له بلې خوا به یې د بشري حقونو د دفاع خبره کوله، هغه مهال زموږ هر څه یرغمل شوي و، خو دا هر څه مو بیرته ترلاسه کړل.
د خبرو پرمهال زموږ کوشش دا و چې انتقال د قدرت په سوله ییز ډول وشي، هر څه پر ځای پاتې شي، خو داسې و نه شول، هر څومره کوشش مو وکړ، خو بهرنیانو دا زمینه برابره نه کړه چې انتقال د قدرت په سم ډول وشي،
موږ عمومي عفوه وکړه، دا سیاسي نه بلکي شرعي عفوه وه، اسلامي امارت په دې ژمنه ودریده، تاسو ولیدله چې ۳۴ ولایتونو کې داسې پيښه نه ده شوې چې هغه دې یو شمیر خلکو ته د وطن پريښودو پلمه شي.
وطن کې چې هر څوک پاتې دي، د هغوی د امنیت او ژوند لپاره ډير کوششونه شوي دي، زموږ زیات ملګري دې ته ژمن دي چې دلته د چا بې عزتي و نه شي، هغه خلک چې له وطن تللي دي، پر تاسو ملي پولیسو باندې دې اعتماد وکړي، چې دا دې درې کاله مو هغې حکومت او یو کال مو دې حکومت کې درس ووایه او فارغ شوئ.
میډیا د غرب په واک کې وه او د هغوی لپاره یې پروپاګنډا کوله، نن چې زموږ سره څومره امکانات دي، ستاسو ملي پولیسو په خدمت کې دي، موږ به تاسو هیڅکله داسې وضعیت ته پرینږدو چې د بل چا محتاج شئ.
دلته چې کوم بهرنیان دي، تاسو باید ووايي چې دلته وضعیت څنګه دی، له تاسو سره کوم ځای کې ناسم چلند شوی دی، یا ستاسو کوم مشکل دی چې موږ په وخت نه دی حل کړی، ځینې بهرنیان چې ما سره ملاقات کوي، هغوی وایي چې اوس موږ پوره د ډاډ احساس کوو.
بهرنیانو باندې اوس هیڅ محدودیت نشته، که نړیوال د رسمیت پيژندنې پروسه ځنډولې، له څه شي تشویش لري، را دې شي، وضعیت دې وګوري، دلته موږ ته تعلیم او ښځو د زده کړو خبره کوی، تاسو وګورئ، دا دی نن هم ښځې په دې محفل کې شته چې د پولیسو په لیکو کې روزل شوې او څلور کلنې زده کړې یې بشپړې کړې.
موږ ته دوه شیان مهم دي، له اسلام دفاع، د وطن دفاع، بهرنیانو ته دلته د ژوند، همکاریو او مرستو ټول شرایط برابر دي، امنیتي وضعیت ښه دی.
سر له نن څخه تاسو ۴۷۰ کسان چې نارینه او ښځې پکې شامل دي، زه درې کسانو چې لومړی درجه دي سمدستي مقرروم، پاتې کسانو په اړه مې لارښوونه کړې چې ټول کسان د وزارت اړوند چوکاټ کې مقرر کړي، تاسو به له نن وروسته په دندو مقرر کیږئ او له تاسو هیله لرو چې دا کوم زحمت مو دلته کړی دی، په اسلامي او ملي طریقه باندې زموږ وطن او وطنوال وویني.