د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته سفر وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۱:۶

 

تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني صاحب د غزني والي او اړونده ملکي او نظامي مسؤلینو، چارواکو، مجاهدینو او مخورو علماوو سره ليدنه-کتنه ترسره کړه. 

لومړی د غزني والي خلیفه محمداسحاق اخندزاده ښاغلي وزیر صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل. 

دغزني والي د اړؤنده ولايت د امنيتي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات له ښاغلي وزیر صاحب سره شریک کړل او ترڅنګ یې په ځينو نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې. 

په ورته مهال دکورنیو چارو وزیر ښاغلي خلیفه صاحب دغزني ولایت دځایې مسؤلینو دپام وړ هڅو ستاینه وکړه او له ولس سره د ښه چلند په اړه يې ورته لارښوونې وکړې. 

ښاغلي وزير صاحب د غزني ولایت مسؤلینو ته د وينا په ترڅ کې ارزښتناکې خبرې وکړې او زیاته يې کړه، چې مسؤلین او مجاهدین باید د ولس ستونزو او مشکلاتو ته په خپل وخت رسېدنه وکوي. 

د یادونې وړ ده،  چې د کورنيو چارو ښاغلي وزیر صاحب د غزني ولایت له لرغونو او تاریخي زیارتونو څخه هم لیدنه وکړه.