محترم خلیفه سراج الدین حقاني د کرکټ ملي ټیم له مشرتابه او لوبغاړو سره وکتل 

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۰:۳۳
eeee

د کورنيو چارو وزير د ملي لوبډلې د وضعيت پوښتنه وکړه، د بریاوو مبارکي يې ورکړه، خپلمنځي يووالي ته يې وهڅول او د دې تر څنګ يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
خليفه صاحب لوبغاړي د ټول ملت استازی او د سولې سفیران وبلل.
ښاغلي حقاني لوبغاړو ته د خپل امنیت لپاره د خاصو کارتونو ورکولو ژمنه وکړه او زیاته  یې کړه چې د نظام له تغیر سره  کرکټ نور د مثبت پرمختګ او شفافیت په لور روان دی. 
د کورنيو چارو وزير همدارنګه و ویل چې کرکټ بورډ په خپلو کارونو کې مستقل دی او هیڅ ډول لاسوهنه به پکې نه کیږي.
د ملي ټیم غړو د کورنيو چارو له وزیر مننه وکړه چې د لوبغاړو د ستونزو اواري ډاډ او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
په پای کې خلیفه صاحب د ملي ټیم غړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.