بغلان کې د شرطې ځواکونو ۴۰ مسؤلینو ته د شرطې د نوي قانون په اړه درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
طزرظر

د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو برخو د ښوونې او روزنې او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمرینو او ۴۰ مسؤلینو ته د شرطې د نوي قانون په اړه درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

د بغلان امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي جمال‌الدین وهاج د دا ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د شرطې ځواکونو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د نوي قانون د سم تطبیق او د دندو د اغېزناکو ترسره کولو لپاره مهم وبلل. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د سمینار په ترڅ کې ترلاسه شوې پوهه او تجربې په خپلو اړوندو برخو کې په عملي توګه وکاروي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه روزنیز پروګرام په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌لیکونه هم ووېشل شول.