په بدخشان کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو د کشفي عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یادې قضیې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي، چې د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.