خبرونه
ترهګرو طالبانو د کونړ پر مرکزي روغتون توغندی توغولی
ترهګرو طالبانو نن سهار د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار درې توغندي توغولي دي.
د یادو توغندیو له منځه یو توغندی د اسعداباد ښار پر مرکزي روغتون لګېدلی، چې له امله یې د درملو یوې ډیپو اور. . .
امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز پر علي اباد ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو برید په شا تمبولی
امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندوز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو برید په شا تمبولی دی.
دا پداسې حال کې ده چې د ملي پولیسو ځانګړي. . .
په بلخ ولایت کې د ترهګرو طالبانو مخکښ قوماندان مولوي بریالی له درېیو جنګیالیو سره یې ووژل شو.
نوموړي د هېواد په شمالي ولایتونو کې د خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ترورېستي بریدونو په طرحه او سازماندهي کې لوی لاس درلود او د ترهګرو طالبانو د څلورو مخکښو قوماندانانو له ډلې څخه. . .
د تخار د رستاق ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو
امنیتي، دفاعي او ولسي ځواکونو د تخار ولایت پر رستاق ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو برید شنډ کړ.
د دې ځوابیه برید په ترڅ کې د رستاق ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال ابو یوسف. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د یاد وزارت د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د فعال احتیاط له جنرالانو سره د کتنې په. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د ډلمشر ملا شاکر په ګډون ۲۲ ترهګر وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي
تېره ورځ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د لومړي نمبر لویې لارې پر مسیر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د. . .
کابل او ننګرهار کې د انسان تښتوونکو اوه کسیزه ډله ونیول شوه
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل او جلال اباد ښارونو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو ټولو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د امنیت ساتنې په برخه کې خپلې چارې له نوې کړنلارې سره پیل کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال نن سهار د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره غونډه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې له خلکو. . .
د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر په مشرۍ تامیناتي غونډه ترسره شوه
تېره شپه د کورنیو چارو وزارت تامیناتي غونډه د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض. . .
