د کورنیو چارو سرپرست وزیر د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د یاد وزارت د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د فعال احتیاط له جنرالانو سره د کتنې په ترڅ کې د امنیت د ښه والي په موخه د دوی طرحې او وړاندیزونه واورېدل او ځینې یې د چارو د لا سمون او همغږۍ په پار ولایتونو ته واستول.
جنرال عبدالستار میرزکوال د جرمونو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او همداراز د قانون د تنفیذ په برخو کې د ملي پولیسو د فعالو منسوبینو او جنرالانو ګډ بورد جوړول اړین او ګټور یاد کړ.