خبرونه
د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل، د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.
همداراز د افغان کډوالو د. . .
د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي، ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، بشري او ټولنیزو موضوعاتو او په دې برخو کې د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
د عامه اړیکو لوی رییس د ډاکټر حبیبالرحمن قاسم طبي او مسلکي خدمتونه وستایل
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا په انستیتوت کې د ماشومانو د سوځېدنې د درملنې د څانګې د مسؤول ډاکټر حبیب. . .
په ننګرهار کې د ۵۳۳ موټرو تورې ښیښې پاکې شوې
د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ په تېره یوه اوونۍ کې د جلالاباد ښار او اړوندو امنیتي حوزو په بېلابېلو سیمو کې د ۵۳۳ موټرو تورې ښیښې پاکې کړې دي او دغه کمپاین لا هم دوام لري.
دغه. . .
د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ د دعوت او ارشاد ولسي شرطې د عمومي مدیریت د مسوولینو، ولسي شورا او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه.
څو ورځې وړاندې د ارګون ولسوالۍ په ځدراڼ دره کې، د یوې کورنۍ د غړي له خوا له وسلې څخه د غیرمحتاطانه او غیرمسلکي استفادې له امله، یو تن په تېروتنې سره په مرمۍ لګېدلی او خپل ژوند یې له. . .
د هېواد د لوېدیځ زون د مسؤولینو د همغږۍ غونډه په هرات کې ترسره شوه
دا غونډه د هرات ولایت د والي شیخ مولانا اسلامجار په مشرۍ، د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو، د نظامي محاکمو د رئیسانو، امنیه قوماندانانو، د لواءګانو قوماندانانو او د. . .
د هلمند ولایت د شرطې له روزنیز مرکز څخه سلګونه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د هلمند ولایت د شرطې روزنیز مرکز د اتلسمې دورې ۵۸۵ تنه ځوان مجاهدین، له دوه میاشتنیو نظامي، عقیدوي، فکري او مسلکي زدهکړو. . .
د هېواد په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو څو تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې، د کونړ ولایت د پېچدرې او ناړۍ ولسوالیو په مربوطاتو کې د لرګیو د قاچاق په تړاو درې تنه او د قتل په. . .
په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰۰ کیلوګرامه راټول شوي نشهيي توکي وسوځول شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کشف او راټول شوي درې زره او ۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، د. . .
