د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ د دعوت او ارشاد ولسي شرطې د عمومي مدیریت د مسوولینو، ولسي شورا او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه.
څو ورځې وړاندې د ارګون ولسوالۍ په ځدراڼ دره کې، د یوې کورنۍ د غړي له خوا له وسلې څخه د غیرمحتاطانه او غیرمسلکي استفادې له امله، یو تن په تېروتنې سره په مرمۍ لګېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.
دغه پېښه د یادو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ او منازعې لامل شوې وه، چې د مسوولینو په منځګړیتوب د سولې او تفاهم په فضا کې حل او په دوستۍ بدله شوه.