د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین نن د خپل کار په دفتر کې له جنرال چخوا آپا سره وکتل.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۱۱ - ۱۱:۹
moi

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د هند پولیسو اتشه او قنسل جنرال چخوا آپا سره په کتنه کې د هندوستان هېواد له دوامداره مرستو او همکاريو مننه وکړه ویې ویل:
"که څه هم پولیس مو اوس د مسلکي تجربو او لوړو ظرفیتو لرونکي دي خو بیا هم موږ د خپلو پولیسو د لا مسلکي کولو او ظرفیت لوړونې په موخه د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره غواړو چې پولیس مو لا نور ملي او د لوړو ظرفیتونو لرونکي ووسي."
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، زموږ پولیس د سیمو د خوندي امنیت په موخه نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي او ټول ملي پولیس مو د لوړو انګیزو او کلکو ارادو په لرلو سره د دښمن پروړاندې خپلې سینې سپر کړي او هیڅ راز خنډونه یې ارادې نشي بدلولی.
وروسته د هند پولیسو اتشه او قنسل د کورنیو چارو وزارت ټول امنیتي پلانونه وستایل او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته یې د نوې ستر جنرالۍ رتبې مبارکي ورکړه ویې ویل:
"موږ د افغان ملي پولیسو کړنې او شهامتونه ستایو او د ترهګرو پروړاندې د دوی روانه مبارزه د دې ښکارندوی ده چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل وطن څخه د دفاع په موخه هر راز قربانیو ته چمتو دي، موږ به د افغان ملي پولیسو د ټپیانو ښې او سالمې درملنې، د هند او افغان پولیسو ترمنځ د کلکې همکارۍ، د ډیموکراسۍ، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او نورو اړینو برخو کې له افغان ملي پولیسو سره خپلې د پام وړ مرستې ترسره کړو."