پکتیا کې پولیسو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات نیولې.
د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ په تاند غړک سیمه کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پنځه کړۍ چسپکي ماینونه، یو میل پیکا، د هاوان سرګولولې، دوه کشفي مخابرې، او یو شمېر نورې وسلې او تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
ترهګرو له یادو تجهیزاتو په پکتیا کې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه ګټه اخیسته.
له دې سره؛ پکتیا کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو له لسګونو تنو ناقانونه وسلې ټولې کړې او د تور ښیښو موټرو د فلمونو د پاکولو کمپاین یې پیل کړی دی.
همداراز د یو بل خبر له مخې؛ پکتیا کې پولیسو ۲۵۰ کارتنه وچې شیدې چې په قاچاقي ډول ګردېز ته لېږدول کېدې، نیولې دي.