هلمند کې یو مشهور غل نیول شوی

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۵:۰
b


د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې پولیسو یو مشهور غل د نعمت الله په نامه نیولی.
نعمت الله نومي له څو کلونو راهیسې هلمند کې په لویو غلاو کې لاس درلود. له نیول شوي غله څخه اوه عرادې موټر سایکلونه، یو عراده مازدا موټر، ۳۰ عدده چاقوګان، ۱۱ سیټه موبایلونه او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.
د دې ترڅنګ؛ د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په شکر شیلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي.
د یادو عملیاتو په لړ کې درې میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مخابرې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.