خبرتیا!

moi-af
شسیبسیبسب


ټولو هغو هېوادوالو ته چې موټرونه یې له څو کالو راهيسې باقیداري لري او د اقتصادي ستونزو له کبله يې تراوسه د خپلو موټرونو باقيداری نه دي ورکړي، خبر ورکول کېږي، چې دوی ته د اسنادو پاکولو برخه کې يوځل بيا معافي منظوره شوې، چې د (۱۴۰۲) کال تر پایه به دوام ولري. د اړونده وسایطو له مالکانو غوښتنه کيږي، چې ژر تر ژره دې په مرکز او ولايتونو کې د ترافیکو ادارو ته ورشي او له منظورې شوې معافۍ نه په ګټه اخيستو دې د خپلو وسایطو اسناد پاک کړي.
دغه معافي په لاندې درېيو کټګوریو کې ورکول کېږي:
۱) له ۱۳۹۴ کال تر پایه او ۱۳۹۴ ښکته باقیداري ۱۰۰٪ بښل کېږي.
۲) له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې ۹۰٪ بښل کېږي.
۳) له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې ۸۰٪ بښل کېږي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements