د بامیان، غور او دایکندي ولایتونو د امنیې قوماندانانو ترمنځ د سرحدي امنیتي تدابیرو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۴
asdfsaf

 د امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا، د زیان‌منو سیمو د پېژندلو او د بامیان، غور او دایکندي ولایتونو د ګډو سرحدي سیمو د لا ښه امنیت د تأمین په موخه د وقایوي تدابیرو د نیولو په پار، د دغو درېیو ولایتونو د امنیې قوماندانانو ترمنځ د همغږۍ غونډه د بامیان ولایت په پنجابو ولسوالۍ کې ترسره شوه.  په دې غونډه کې د بامیان ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي حبیب‌الله «شاکر»، د غور ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي نورآغا حیدر او د دایکندي ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالحکیم رفیع‌الله، له خپلو مل پلاوو او اړوندو امنیتي مسؤلینو سره ګډون کړی و او د ګډو سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت، د زیان‌منو سیمو د پېژندلو، د امنیتي پوستو د جوړولو او په ګډه سرحدي سیمو کې د لا ښه امنیت د تأمین په موخه د اړینو تدابیرو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.  د غونډې ګډونوالو د سرحدي سیمو او اړوندو نښلوونکو لارو د امنیتي وضعیت له ارزونې سره، د درېیو واړو ولایتونو د امنیې قوماندانیو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د امنیتي تدابی