نیمروز او ننګرهار کې ۲۴ کیلوګرامه تریاک او ۴ زره نشهيي ټابلیټونه کشف او ونیول شول
د نیمروز امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یاد ولایت د ګنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
بل لور ته د ننګرهار امنیې قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یو پلټونکي اقدام په ترڅ کې د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې یو تن له ۴ زره او ۱۲۳ نشهيي زېکپ ټابليټونو سره نیولی دی.