خبرونه
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۳۵ منسوبین فارغ شول
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي ریاست د ښوونیز مرکز د ظرفیت لوړونې له اتلسمې دورې څخه ۳۵ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د یاد ریاست عملیاتي. . .
په ۴ ولایتونو کې؛ ۱۷ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د پولیسو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې په ۴ ولایتونو کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۷ تنه غله په هرات، ۲ تنه غله په ارزګان، ۲ تنه د اخلاقي فساد په. . .
په ۱۴ ولایتونو کې؛ ۶۲ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۶۲ تنه په بغلان، جوزجان، سرپل، پکتیکا، کندوز، کاپیسا، غزني، پکتیا، خوست، زابل، پروان، بلخ، فراه او لغمان ولایتونو کې. . .
پکتیا کې پنځه تنه د اسنادو د جعلي کولو په تړاو ونیول شول
د پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو پنځه تنه بهر ته د تګ لپاره د اسنادو د جعلي جوړولو په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو وروسته. . .
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په موخه د کورنیو چارو وزارت معین د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ له مسؤلینو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، په خپل کاري دفتر کې د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رئیس ښاغلي مخمود خادیموف. . .
په بدخشان ولایت کې ۲۳ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شول
د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال څلور تنه هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې د دې ولایت د کشم ولسوالۍ له بازار څخه ۲۳. . .
په نیمروز او بغلان ولایتونو کې زرګونه د نشهيي ټابلیټونو ګولۍ او زرګونه لیتره تیزاب کشف او ضبط شول
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو کشفي هڅو په ترڅ کې، د پلخمري ښار په مربوطاتو کې څلور زره او ۶۴۵ د نشهيي ټابلیټونو ګولۍ، ۱۲ بوتله شراب،. . .
په فراه ولایت کې ۷۵ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول
د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یاد ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه له ۷۵ کیلوګرامه تریاکو، یو میل وسلې او یو عراده موټر. . .
سلګونه روږدي کسان له بستر او درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شول
۱۳۰ تنه هغه روږدي کسان، چې څه موده وړاندې په غزني، کندز، بلخ، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د درملنې په موخه پولیسو راټول کړي وو، په روغتیايي مرکزونو کې د بشپړې درملنې او بستر وروسته روغ. . .
