خبرونه
فراه کې د حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه
د کورونو لوټولو پنځه کسیزه حرفوي ډله چې په فراه ښار کې یې د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، نیول شوې ده.
یاد کسان هغه مهال د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا ونیول شول،. . .
هلمند کې ۲۴ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې او نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۴. . .
کابل ښار کې ګرځبندیز جدي شوی
څرنګه چې د کورونا ویروس کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی، نو پر دې بنسټ ملي پولیس مکلف دي څو د دې ویروس له خپرېدو د مخنیوي په پار وضع شوي محدودیتونه په جدي توګه پلي کړي.
سر له ننه له کوره. . .
هرات کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان حرفوي غله وو او په انجیل. . .
میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون دوه ترهګر وژل شوي او دوه نور نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په دیپاک کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون دوه ترهګر. . .
د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۱۶ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د هرات، بدخشان، غور، سرپل، زابل، پکتیا او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د ۱۶ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له. . .
هرات، کاپيسا او سمنګان کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د هرات، کاپيسا او سمنګان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو اته تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ او همداراز دولسمې او شپږمې امنیتي. . .
هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وضعیت وارزول شو
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وضعیت د یوې غونډې په ترڅ کې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې معین انجینیر محمد هاشم اورتاق، له نشه. . .
کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د یو اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
ترلاسه شویو نشه یي توکو کې ۷۹. . .
