هرات، کاپيسا او سمنګان کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۰ - ۹:۳
00500

تېره ورځ د هرات، کاپيسا او سمنګان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو اته تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ او همداراز دولسمې او شپږمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د غیرقاني وسلو د لېږد، د مالونو او وسایطو غلا او د جعلي پیسو د ساتنې په تړاو له یو میل وسلې او یو شمېر غلا شویو مالونو سره یو ځای نیولي دي.

همداراز د کاپيسا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم تېره ورځ د یاد ولایت په اړوند سیمو کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

پولیسو د سمنګان ولایت د ایبک ښار په اړوند پرتو سیمو کې هم یو کس د ۳۰ رأسه څارویو د غلا په تور نیولی دی.