خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

زابل کې د ترهګرو طالبانو د برید پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر ماښام ترهګرو طالبانو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کجیر خېلو سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

کابل کې د وسله والو غلو یوه ډله مهار شوه

د وسله والو غلو یوې ډلې له څه مودې راهیسې د کابل ښار په بېلایېلو سیمو په ځانګړې توګه د څلورمې، یوولسمې، پينځلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د پغمان، شکر درې او  میربچه کوټ ولسوالیو په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۰:۵۹
Background image

کندهار کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته


تېره ورځ ترهګرو طالبانو د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۰:۵۲
Background image

هلمند کې د هدفي وژنو عاملین ووژل شول


د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د نادعلي ولسوالۍ په "نرۍ مانده" سیمه کې د هدفي وژنو دوه ترهګر بریدګر وژلي دي.
یادو بریدګرو د پولیسو پر یوه چک پاینټ برید وکړ، چې د پولیسو په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

پنځو ولایتونو کې له شپږو خونړیو پېښو مخنیوی شوی


ملي پولیسو په زابل، کابل، پکتیا، پروان او کونړ ولایتونو کې د ترهګرو د شپږو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د زابل په مرکز کلات ښار کې دوه کړۍ ماینونه، د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۹:۵۸
Background image

ننګرهار کې یو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول


د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې څلور میله کلاشینکوفونه، ۲۷۰ ډزه ګولۍ، اوه عدده. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۹:۴۸
Background image

هرات کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول


د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، وسله والو غلاوو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۲۱:۱
Background image

پکتیا کې د ترهګرو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله واړوله


نن مازدیګر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي "یوه ښځه او دوه نجونې" شهیدانې شوې او یو ماشوم هلک. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۶:۳۱
Background image

غور کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۳طالبان ټپيان دي

تېره شپه ترهګرو طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له څو خواوو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
د ترهګرو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي. . .

Pagination