خبرونه
د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې یو کس د نشه یي توکو د قاچاق پر مهال ونیول شو
د سرحدي پولیسو منسوبینو د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې هغه کس چې غوښتل یې دوه کیلوګرامه هروئین له هېواده بهر قاچاق کړي، نیولی دی.
نیول شوي کس یاد نشه یي توکي په یوه سفري بکس کې ځای. . .
کابل کې یو قاچاقبر چې د نشه یي توکو په قاچاق کې یې ځانګړی مهارت درلود، ونیول شو
پولیسو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې هغه کس نیولی، چې د نشه یي توکو په قاچاق کې یې ځانګړی مهارت درلود.
یاد کس څه باندې اوه کیلوګرامه ښیښه د لرګینو قابونو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر. . .
د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال د لغمان او کونړ پولیسو تامیناتي چارې وارزولې
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل لغمان او کونړ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د پولیسو له مشرتابه سره د کتنې سربېره، د ملي پولیسو تامیناتي او لوژېستیکي. . .
کونړ کې ګڼ مهمات، چاودېدونکي توکي، نشه يي توکي او ناقانونه وسلې کشف او ترلاسه شوې
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۲۸ کیلوګرامه تریاک چې په یوه سراچه ډوله موټر کې د سابو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل.
د دې قضیې. . .
ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د پروسېس یو لابراتوار له منځه یوړل شو
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د خوګیاني ولسوالۍ په اوده کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تاجېکستان هېواد د پولیسو له ملي اکاډمي څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د تاجېکستان هېواد د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره یو ځای د دې هېواد د پولیسو اکاډمي له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او د یادې اکاډمۍ د روزنې بهیر. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپل تاجېکي سیال سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن د تاجېکستان هېواد په دوشنبې ښار کې د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر رمضان رحیموف سره وکتل.
د دې غونډې په څنډه کې د دواړو لورو تر منځ پر ګډو. . .
ستر امنیتي معین د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر کړی دی.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د دې سفر په لړ کې د فراه ولایت. . .
کابل، لغمان او تخار کې ۹ تنه د غلا، ژوبلې او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیول شول
ملي پولیسو د کابل، لغمان او تخار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار په اتمه حوزه کې درې تنه د. . .
