خبرونه
د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر خیبر پاکستاني په ګډون ۶ طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان دي
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې د ترهګرو طالبانو تجمعات هدف ګرځولي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه ډلمشر خیبر اکه مشهور په پاکستاني په شمول. . .
د بلخ کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي بسیج په ملاتړ د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
په دې عملیاتو کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د یادونې. . .
هلمند کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په درېیمې او اومې حوزو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳. . .
فراه کې د پولیسو په لیکو کې د ترهګرو طالبانو د نفوذي کسانو له شمولیت څخه مخنیوی شوی
د فراه ولایت پولیسو د فراه ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیو کې د ترهګرو طالبانو له دوه نفوذي غړو څخه چې د پولیسو په لیکو کې یې د شمولیت قصد درلود، نیولي دي.
یادو ترهګرو غوښتل چې د ملي. . .
غور کې د ترهګرو طالبانو د یوه قوماندان په شمول د یادې ډلې ګڼ غړي ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غور - کابل د لویې لارې پر مسیر یو لړ ترورېستي ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یوه محلي قوماندان محمدجان په شمول چې پر یاده لار د ترهګرو د. . .
تخار کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۳۳ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار په ساپيانو، پلجلاد، اهنګرا، عزیزخان او نهرچمن کلیو کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۱ ترهګر طالبان. . .
فاریاب کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي د ترهګرو د توغندیزو بریدونو له کبله شهید او ژوبل شوي
ترهګرو طالبانو نن ماښام د فاریاب ولایت پر مرکز میمنې ښار ۷ ډزه توغندي توغولي، چې په ترڅ کې یې یو ملکي کس شهید او د یوه ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان دي.
په دې ترورېستي برید کې ګڼو. . .
د هرات ولایت مشران: له خاورې او هېواد څخه د ساتنې لپاره هر ډول سرښندنو ته تیار یو
د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال نن له غرمې وروسته د هرات ولایت د مقام په انګړ کې د یاد ولایت له ځینو مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
په دې غونډه کې د هرات والي جنرال. . .
پروان کې د ترهګرو طالبانو مخکښ قوماندان میرګل او څلورو جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په اشابه کلي کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځوابیه غبرګون ښودلی، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو مخکښ. . .
