خبرونه
بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تړاو دوه کسان ونیول شول
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د فیضاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ۱۲ کلن ماشوم د تښتونې په تړاو دوه کسان نیولي دي.
امنی. . .
په سرپل ولایت کې ۷ میله وسله او یوه مخابره کشف او ترلاسه شوه
د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشفي هڅو په پایله کې، ۷ میله بېلابېلې وسلې او یوه مخابره کشف او ترلاسه کړې ده.
په ترلاسه شویو وسلو کې ۵ میله. . .
کونړ کې د ۱۰ میلونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې؛ یوه پیل او بله بشپړه شوه
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست له مالي بودجې، د کونړ ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند توپچي بېز کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه مسجد د جوړېدو چارې بشپړې. . .
په بلخ کې ۳۰۰ کیلوګرامه راټول شوي نشهيي توکي وسوځول شول
په بلخ ولایت کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د شرطې ځواکونو د پرلپسې هڅو په پایله کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او راټول شوي۳۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي د سیمهییزو. . .
په میدانوردګو کې له ۱۲۰ اړمنو کورنیو سره ۶۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه
د میدانوردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، د دغه ولایت د موظفې کمېټې له لورې له وړاندې مستحقو پېژندل شوو ۱۲۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته ۶۰۰ زره. . .
په بادغیس کې ۱۱۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته روغ شول
په بادغیس ولایت کې د روږدو کسانو په روغتیايي مرکز کې ۱۱۰ تنه روږدي کسان، له درې میاشتنۍ درملنې او بستر وروسته روغ شول او د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې. . .
په کاپیسا کې د مسؤلینو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده
د کاپیسا ولایت د الهسای ولسوالۍ د جاناګل په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني، د کاپیسا ولایت د مقام د مرستیال مولوي اسدالله سنان، د دغه ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي. . .
د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې له زرګونو کیلوګرامه ومانو او سلګونو لېټرو تیزابو سره کشف او له منځه یووړل شوې
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د شرطې ځواکونو په جلا جلا اقداماتو کې، د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې له زرګونو کیلوګرامه ومان بوټو او «ایف» او سلګونو لېټرو تیزابو سره چې د. . .
د فراه امنیې قوماندانۍ ته د شرطې ځانګړي رنګ او نښان لرونکي شپږ نوي هایلکس موټرونه وسپارل شول
د کورنیو چارو وزارت، د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ د اړینو وسایطو د برابرولو په موخه، شپږ نوي هایلکس موټر چې د شرطې ځانګړی رنګ او نښان (لوګو) لري، دغې قوماندانۍ ته وسپارل.
دغه موټرونه د. . .
