​د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې شپږ تنه وسلوال غله ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۲۷
سشیبشسب

​د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو د یادې ولسوالۍ د استخباراتو منسوبینو په همکارۍ، د دقیقو کشفي معلوماتو پر بنسټ یوه شپږ کسیزه ډله مسلکي غله نیولي، چې تېره میاشت یې د مرکز ټنډي کلي په سیمه کې له نظامي یونیفورم او د مجاهدینو له نوم څخه په ناوړې استفادې د یو تن هېوادوال له کور څخه یو میل کلاشینکوف، یوه توپنچه، دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ، یو لک او پنځوس زره کلدارې، پنځه تولې سره زر او یو شمېر نور توکي غلا کړي وو.
له نیول شویو غلو څخه د غلا شوي کلاشینکوف په ګډون درې میله کلاشینکوفونه، یوه توپنچه، دوه مخابرې، لس مبایلونه، یو ایپیډ، روسي خنجر، نظامي لباس او ګڼ شمېر شاجورې او مرمۍ ترلاسه شوي.
 د نیول شوو کسانو دوسیې له بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.