پکتیکا او غزني کې له ۲۴۰ کیلوګرامه زیات تریاک ونیول شول
په پکتیکا او غزني ولایتونو کې په جلا عملیاتو کې له ۲۴۰ کیلوګرامه زیات تریاک ونیول شول.
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ د شرطې ځواکونو شپږ تنه قاچاق وړونکي له ۲۵ کیلوګرامه تریاکو سره نیولي، او همداراز د غزني ولایت د لویې لارې کنډک منسوبینو د «روضې کوتل» د تالاشۍپه پوسته کې په یوه فورنر موټر کې ۲۱۷ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي. د غزني د پېښې د تښتېدلو عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.