په نکې ولسوالۍ کې د مسؤلینو په هڅو ۴۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده
د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ د امنيتي منسوبينو، ديني عالمانو او قومي مخورو په ګډو هڅو د دوو کورنيو ترمنځ ۴۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو کورنیو روغه سره وکړه.
ياده دښمني هغه مهال رامنځته شوې وه، چې کلونه وړاندې د يوې پېښې له امله د يوې کورنۍ غړی په خطايي ډول وژل شوی و، چې له امله يې د دواړو لورو ترمنځ اوږدمهاله تاوتريخوالي دوام درلود. دغه شخړه د امنيتي ارګانونو او ولسي مشرانو د پرلهپسې هڅو په پايله کې هواره شوه، چې د سيمې د ثبات او ولسي يووالي په ټينګښت کې مهم ګام بلل کېږي.