پنجشېر کې د ۱۴۷ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخه وینول شوه
پنجشېر امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره دمبارزې پولیسو، د یو لړ کشفي علمیاتو په ترڅ کې ۲ تنه د ۱۴۷ کیلو ګرامه تریاکو سره د پریانو په ولسوالۍ کې نیولي چې یاد نشه یي مواد یې په یوه سراچه ډوله موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د بدخشان ولایت څخه یې د پنجشېر له لارې کابل ولایت ته را ولېږدوي.
نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.