سرحدي ځواکونو په یوه اوونۍ کې نشهیي توکي کشف او ۴۵ تنه نیولي
د سرحدي ځواکونو لوی ریاست منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د کشفي عملیاتو په پایله کې د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې درې زره او ۱۱۰ کیلوګرامه ومان بوټي چې د نشهيي توکو په پروسس کې کارول کیږي، کشف او ضبط کړي دي.
همدارنګه، په همدې موده کې د کابل نړیوال هوايي ډګر او د اسلامقلعه او سپینبولدک په کمېساریو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ تنه نیول شوي، چې له ډلې یې ۸ تنه د جعل او تزویر، ۳۲ تنه ایستل شوي (ډیپورټ شوي) کسان او ۵ تنه د نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
دغه راز، د اسلامکلا په کمېسارۍ کې د ۹۴۰ میلیونه ایراني تومانو د قاچاق مخه هم نیول شوې او یادې پیسې د اصولو له مخې اړوندې مرجع ته سپارل شوې دي.