د پولیسو اکاډمۍ لوېې قوماندانۍ خبرتیا!

moi-af
dfgfd

د پولیسو اکاډمۍ لویه قومانداني غواړي، چې د ۱۴۰۲ ل زده کړیز کال لپاره د کانکور ازموينې له لارې، د  مرکز او ولایتونو د امنيتي،جنایي، سرحدي، لوژستیک، ترافیک او د محاسبوي ادارې  علومو پوهنځیو ته، د ورځې لېسانس دورې لپاره په لاندې شرايطو زده کړیالان ومني:
۱. د افغانستان تابعیت لرونکی او افغانې مور او پلار څخه زېږېدلی وي.
۲. عمر یې د ( ۱۸) او (۲۲) کلونو ترمنځ وي.
۳. د لسم، یوولسم او دوولسم ټولګیو د درې کلنو نومرو منځنۍ کچه یې له ( ۸۰) سلنو کمه نه وي.
۴. واده يې نه وي کړی او د کورنۍ لګښتونه نه وي ورترغاړې.
۵. بشپړه بدني، عقلي او رواني روغتیا ولري او په فزیکي ازموینو کې یې اړین معیارونه پوره کړي وي (کوڼ، ړوند، ګونګ او ګوډ  نه وي او د ژبې بندښت و نه لري).
۶. له یو کال څخه زیات يې تنفیذي بند نه وي تېر کړی.
۷. په نشه يي توکو او الکولو روږدی  نه وي.
۸. قد/ونه يې له (۱۷۰) سانتي مترو کمه نه وي. 
۹.  د سیاسي ګوندونو، ټولنو او ډلو غړیتوب ونه لري.
۱۰. ډسپلین منونکی وي، د پولیسو اکاډمۍ او پوځي نافذو قوانینو، مقرراتو، لایحو، تعلیمنامو/ښوونليکونو او اصولنامو رعایتولو ته ژمن وي.
۱۱. د پولیسو په لیکو کې اوږد مهاله خدمت کولو ته ژمن وي.
مینوال يې کولای شي، چې له (۱۳/۷/۱۴۴۴) نېټې چې له (۱۵/۱۱/۱۴۰۱ )سره سمون خوري، تر (۱۰) ورځو، د سهار له (۹) بجو د غرمې تر (۱۲) د اړتیا وړ اصلي سندونه د نومليکنې لپاره راوړي(د تابعیت پېژندپاڼه، د دولسم ټولګي شهادتنامه، د نوم لیکنې لپاره (۶) قطعې عکسونه) 

ګډونوال دې د مراحلو بشپړولو او کانکور ازموینې کې د ګډون کارت اخیستلو په موخه، د پولیسو اکاډمۍ قوماندانې ته، چې د سیلو افشارو- کابل پولتخنیک پوهنتون تر څنګ موقعیت لري، راشي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

Back to announcements