د پاسپورت ریاست خبرتیا

moi-af
zvc

د مالوماتو له مخې یو شمیر کسان د آنلاین فورم تر نامه لاندې زمونږ له هیوادوالو زیاتې پیسې اخلي. تاسو درنو هیوادوالو ته څرګنده ده چې د پاسپورت د آنلاین فورمې اخیستو لپاره دوه سوه افغانۍ تعین شوي، هیڅوک حق نلري چې د آنلاین فورمې ډکولو تر نامه لاندې، ډیرې پیسې واخلي او له تاسو درنو هیوادوالو هم هیله کیږي چې له دوه سوو زیاتې پیسې ورنکړئ. یو شمیر فریب کاره خلک پاسپورت غوښتونکو ته وایي چې که ډیرې پیسې راکړئ نو پاسپورت به مو ژر خلاص شي، چې دا خبرې حقیقت نه لري او خلک باید د فریب کارانو په داسې وینا ونه غولیږي. آنلاین فورمې ډکول، له تقلب نه لرې او شفافه پروسه ده چې په هغه کې د پاسپورت ریاست د ویب سایت له کارکوونکو نه بغیر د بل هیڅ ادارې اړؤند کسان فورمو او نورو د اړتیا وړ اسنادو ته لاسرسی نلري. د پاسپورت ریاست په آنلاین ډول هره ورځ د دوه زره جلده پاسپورتونو د اجرا کولو تر څنګ دری زره هغه ولایتي پاسپورتونه چې کارونه یې بشپړ شوي او مرکزي ادارې ته رالیږل شوي هم اجرا کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۲:۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د پولیسو اکاډمۍ لوېې قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ لویه قومانداني په پام کې لري، چې د پولیسو یو شمیر افسران او ساتنمنان د (شپني) لیسانس دورې لپاره په لاندې شرطونو
ومني:

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د پولیسو اکاډمۍ لوېې قوماندانۍ خبرتیا!

د پولیسو اکاډمۍ لویه قومانداني غواړي، چې د ۱۴۰۲ ل زده کړیز کال لپاره د کانکور ازموينې له لارې، د  مرکز او ولایتونو د امنيتي،جنایي، سرحدي، لوژستیک،

Back to announcements