حاجیانو ته د پاسپورټونو د ویش د اسانتیا په موخه د پاسپورت او حج او اوقافو ریاستونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

moi-af
sd

 سه شنبه، د غویی ۲۰مه ۱۴۰۱ کال حاجیانو ته د پاسپورټ د خدمتونو د وړاندې کولو د پروسې د آسانتیا په موخه، د پاسپورټ عمومي ریاست پرون د حج او اوقافو له ریاست سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم ليک له مخې، سږ کال د حج د ارادې لرونکو کسانو لپاره د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په برخه کې زياتې اسانتياوې رامنځته شوې دي. الحاج مولوي عبدالحکیم حمدي، د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي رئیس وویل، سږ کال یې د حج او اوقافو وزارت سره د پاسپورټونو د وېش د بهیر د اسانه کولو په موخه د حج او اوقافو وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

مولوي حمدي زياته کړه، چې په کابل کې د حاجيانو د راغونډېدو مرکزونو ته د ګرځنده ټيمونو لېږل او همدارنګه د ولايتونو په مرکزونو کې د حاجيانو د پاسپورټونو د وېش لپاره د اسانتياوو برابرول په دغه تفاهم ليک کې لاسليک شوي توکي دي. همدارنګه د حج او اوقافو ریاست مکلف دی چې د ټولو هغو کسانو نوملړ چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ثبت او راجستر شوي دي د پاسپورتونو له عمومي ریاست سره شریک کړي، څو د دوی لپاره د پاسپورت ویش په برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده، چې د ټرافیک پولیسو لوی ریاست د سړک سر ټرافیک پرسونل برخه کې یو شمېر کسان نوي په دندو وګوماري.

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۲:۵۵
Background image

خبرتیا

کورنیو چارو وزارت ته د کابل ګمرک د هغو ۴۴ پلیټ لرونکو وسایطو د راپور پر بنسټ، چې پخوا ورک شوي وو او د کابل، هرات، بلخ او پکتیا پلیټونه یې لرل او او

Back to announcements