هلمند او پکتیکا کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۰
sdaffds

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري هغو ۱۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته، چې مخکې د یاد ولایت د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، د کمېټې د لوړپوړو غړو په حضور کې پرې۶۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه، د هلمند ولایت له ۱۶۰ مستحقو پېژندل شویو اړمنو او سوالګرو کورنیو سره هم د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو له لوري له هرې کورنۍ سره ۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.