د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ په بلخ ولایت کې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۰:۳۷
sdf

د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ په بلخ ولایت کې د سرور بای په نوم د یوه کس پر کور هدفي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې یوه ۸۲ ملي متري توپ، یو میل اګایز، یو میل دهشکه، یو میل راکټ، یو میل زیکویک، یو میل پیکا ماشیندار، ۱۱۰ بم غورځوونکي، ۲۲ لاسي بمونه یوه اندازه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي. د قضيې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې روانې دي.