د افغانستان اسلامي امارت ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه او منسوبين دې ښه نيت، اخلاص، اطاعت او پياوړې روحيه خپل اساسي اصول وګرځوي او د هر ډول غفلت، تعصب او ناغېړۍ څخه دې ډډه وکړي!

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۵:۵۲
gsgsgs

د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه صاحب سراج الدين حقاني او  د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي صاحب يعقوب مجاهد په ګډه د پکتيا ولايت منصوري قول اردو کې جوړې شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
په دې غونډه کې چې د مشرانو او علماو په ګډون ديادې قول اردو سلګونو منسوبينو هم ګډون درلود قدرمن خليفه صاحب خپله وينا کې د امنيتي ادارو او ځواکونو تر منځ پر وحدت، زغم او اخلاص درلودلو ټينګار وکړ
نوموړي په خپله وينا کې مجاهدينو ته څرګنده کړه چې دده په ګډون د افغانستان اسلامي امارت ټوله رهبري د مجاهدينو سرښندنو او قربانيو ته اررزښت قايل دي او تل به يې قددرداني کوي خو له مجاهدينو يې هيله وکړه چې له هر ډول داسې کړنو او ويناو ډډه وکړي چې د نفاق او ناغېړۍ لامل کيږي ځکه نن ددوى پر اوږو تر پخوا څو برابره دروند مسٸوليت چې هغه د هيواد او ولس ساتنه او پالنه ده، پروت دى.
خليفه صاحب د تېرې شل کلنې سختې او تش لاس مبارزې او الهي نصرت بحث هم مطرح کړ
نومو ړي يوځل بيا په ټينګار سره ټول مجاهدين مخاطب کړل او څرګنده يې کړه چې ددوى مبارزه هېڅکله د موقف او مادي امتيازاتو لپاره نه وه بلکې د هيواد د سرلوړى او خپلواکۍ لپاره وه.
په تعقيب سره قدرمن دفاع وزير مولوي صاحب يعقوب مجاهد هم حاضرينو ته وينا وکړه او پر ټولو يې د يووالي غږ وکړ او ټينګار يې وکړ چې له هر ډول قومپالنې، سمت پالنې، انډيوال پالنې څخه ډډه وکړي او ټول افغانان او په ځانګړې توګه مجاهدين دې له تعصب څخه په کلکه ډډه وکړي او دا احساس بايد وموندو چې هر افغان او مسلمان زمونږ ورور دى او مونږ مکلف يو چې ددې ولس ساتنه او چوپړ وکړو
نوموړي د ا.ا.ا د درې واړو امنيتي ارګانونو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ هم ټينګار وکړ.
په دې وروستيو کې د ا.ا.ا د امنيتي او دفاعي سکتور پر نظم او کيفيت خپل تمرکز ډېر کړى او تر ډېره بريده د کورنيو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او د استخباراتو ع رياست منسوبين او تشکيلات تنظيم او تجهيز شوي.