وضاحت

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۴ - ۹:۴۰
ra

په ټولنيزو رسنیو کې د تمنا زریاب پریانی په نوم یوه ميرمن چې له خپل ځان څخه يې ويډيو کړې او داسې ښيي چې ګواکې د اسلامي امارت مجاهدینو د هغې په کور چاپه وهلې.
واقعيت دادی چې په نوموړي میرمن د اسلامي امارت د هيڅ ارګان له لورې چاپه نه ده وهل شوې.
متاسفانه ځينې کسان په اروپايي هيوادونو کې د پناه اخیستو او د مجاهدينو د بدنامۍ په غرض دا ډول هڅې کوي خو دا ډول کړنې په مجاهدینو پوري هیڅ تړوا نه لري.