میدانوردکو کې د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی "مشفق" ووژل شو

د میدانورکو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي درې سیمه کې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی "مشفق" وژل شوی دی.
یاد ترهګر د سیداباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په طرحه او سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده.
په دې عملیاتو کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځايي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.