ننګرهار کې د "کا" تابلېت د تولید یوه کارخونه کشف شوه

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د جلالاباد ښار په دویمه ناحیه کې د "کا" تابلېت د تولید یوه کارخونه کشف او په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
یادو کسانو د صابون په کارخونه کې د "کا" تابلېت تولید کاوه، چې د پولیسو د هدفمند عملیاتو په پایله کې کشف او د "کا" تابلېت یو ماشین هم ترلاسه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پولیسو له دې کارخونې څخه ۲۰۰۰ "کا" تابلېت ترلاسه کړي دي.