پولیسو کابل کې یو غلا شوی موټر ترلاسه او په تړاو یې دوه تنه ونیول

نن له غرمې مخکې دوه غلو د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند مدینه بازار سیمه کې د یادې سیمې دیوه اوسېدونکي فرونر ډوله موټر غلا کړی و.
پولیسو د یادې قضیې تر اطلاع وروسته چټک کشفي او اوپراتیفي اقدام ترسره کړ، چې په پایله کې یې مازدیګر مهال یاد کسان له موټر سره یو ځای د پنځمې ناحیې په قمبر څلور لارې سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې نیول شوي کسان اوسمهال د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دي او ترلاسه شوی موټر څښتن ته یې سپارل شوی دی.