پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د چریکي بریدونو مسوول ووژل شو
تېره ورځ د پکتیکا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د چریکي بریدونو مسوول "طیب اغا" وژل شوی دی.
یاد کس هغه مهال ووژل شو، چې د جانيخېلو ولسوالۍ په زېړې سیمه کې د ملي پولیسو په یوه کمین کې برابر او تر لنډې نښتې وروسته له منځه یوړل شو.
له طیب اغا څخه یو عراده موټرسایکل، یوه قبضه تفنګچه او یوه پایه کشفي مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په یاده پېښه کې پولیسو ته کوم زیان ندی رسېدلی.