د هېواد په درېیو ولایتونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲ - ۱۵:۲۰
1

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې په اړوند سیمو کې د  نشه يي توکو ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له څلور کیلوګرامه "کوکایین" او یو عراده لېږدوونکې واسطې سره نیولي دي.
په همدې حال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو یو پلورونکی او د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د الکولي څښاکو برسېره یو اندازه ښيښه، هیرویین او دوه قبضې لاسي بمونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.